د امریکايي رسنيو په باور ټاکل شوې، چې ولسمشر ټرمپ به په نږدې ورځو کې پرېکړه وکړي، چې پر ایران بندیزونو کې د مخکيني ولسمشر بارک اوباما له لوري شته نرمې وساتي او که نه.
د امریکا د ماليې وزير رسنيو ته ويلي، دی هيلهمن دی، چې پر ايران به نوي بنديزونه ولگول شي او د دغو بنديزونو اغېز به پر ځينو ایراني شرکتونو او سوداگرو کېږي.
ډونلډ ټرمپ تېر کال په جنورۍ کې واک ته له رسېدو راهيسې له ایران سره د اټومي هوکړې په مخالفت څرگندونې کوي او گواښ يې کړی، چې دغه هوکړه به ترميم يا لغوه کړي، خو اروپايي اتحاديه د ټرمپ مخالفت کوي.
د برتانيې د بهرنيو چارو وزير بورس جانسن ويلي، که امریکا له ایران سره د اټومي هوکړې مخالفت کوي، بايد بديل راوړي.
د بلجيم په پلازمېنې بروکسل کې د اروپايي ټولنې غړو وويل، چې په ۲۰۱۵ کې له ایران سره اټومي هوکړه د نړيوالې ټولنې لپاره ستره لاسته راوړنه ده او ایران پرې په بشپړه توگه عمل کوي.
ټرمپ ټينگار کوي، چې ایران له اټومي هوکړې سرغړونه کوي، تېر کال اکټوبر کې یې د اټومې تړون له تاييدي لاسليکه هم نټه کړې وه.
پر ایران د نړيوالې ټولنې د بنديزونو له امله د ایران مرکزي بانک له نړيوال اقتصادي نظام څخه جلا کړی و، پر نورو نړيوالو شرکتونو له ایرانه د تېلو په اخيستو بنديزونه وو، چې له امله يې د ایران اقتصاد له خنډ او رکود سره مخ و.
د ایران د بهرنيو چارو وزير جواد ظریف تېره ورځ په بروکسل کې د اروپايي اتحاديې له استازو په ناستې کې هغوی ته ډاډ ورکړی، چې هېواد يې په اټومي هوکړې عمل کوي او د ایران اټومي پروگرام کنټرول دی.
جواد ظريف د اروپايي ټولنې له استازو هم مننه کړې، چې د امریکا د دريځ پر ضد يې له ایران سره د اټومي هوکړې د پاتې کېدو ملاتړ کړی دی.