پنجشنبه , 18 اپریل 2024

امریکایي ځواکونه په عراق کې د پاتې کېدو اجازه نلري

د عراق دفاع وزارت وایي، هغه امریکايي ځواکونه چې له سوریې څخه عراق ته ورځي هلته تر ډېره د پاتې کېدو اجازه نلري.

دغه وزارت زیاتوي، که څه هم امریکایي ځواکونو دلته د پاتې کېدو غوښتنه کړې ده؛ خو تر اوسه دغه غوښتنه تصدیق شوې  نه ده.

د اسوشيټید خبري اژانس د راپورونو په حواله، اوسمهال امریکایي ځواکونو د عراق له کردي سیمه ییزو چارواکو هلته د مؤقته پاتې کېدو غوښتنه کړې ده، چې له هغې ځایه به دغه پوځونه امریکا ته ستنیږي.

پرون دوشنبه کله چې امریکايي ځواکونه له سوریې څخه عراق  ته د تلو په حال کې و، نو د سوریي د عامو وګړو له خوا په ډبرو ویشتلو ورسره مخه ښه وشوه.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر خپل دعراق دفاع وزیر خالد العبید ته وړمه ورځ ویلي و، هغه ۷۰۰ امریکایي ځواکونه چې له سوریې د عراق لویدیځ ته ځي، په دغه هېواد کې به د داعش ډلې د ځپلو په موخه خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.