امریکایي چارواکي وایې، له طالبانو سره د سولې خبرو ته نږدې شوي یو

په ملګروملتو کې د امریکا سفیره نیکي هیلي وايي، د افغانستان لپاره د ولسمشر ټرمپ نوې تګلاره کارنده ده او تر بل هر وخت د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو احتمال نژدې شوی دی.

ټرمپ له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو مهالوېش، چې پخواني ولسمشر بارک اوباما ټاکلی و، لغوه کړ او ویې ویل، تر هغو به له افغانستان پوځیان ونه باسي چې په دغه هیواد کې جګړه پای ته نه وي رسېدلې. هیلي د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې روانه اوونۍ افغانستان ته د ملګروملتو د امنیت شورا د پلاوي سفر ډېر مهم و ځکه چې دوی د امریکا د تګلارې له کبله حیرانوونکي بدلونونه ولیدلی شوای. هغې همداراز وویل، د امریکا متحد ایالتونه به د سولې د بهیر لپاره په دې هدف هلې ځلې وکړي چې افغانستان بیا د ترهګرو پر ځالې بدل نه شي.