چهارشنبه , 24 اپریل 2024

امریکایې الوتکې دپاکستان کرمه ایجنسۍ سیمه کې پر حقاني شبکې بریدونه کړي

 

په قبايلي سيمه کرمه ايجنسۍ کې د بهرنيو ځواکونو بې پېلوټه الوتکې يو کور په نښه کړی، ويل کيږي، چې د حقاني شبکې وسله وال پکې وژل شوي دي.

پاکستانيو رسنيو د سيمه ايزو امنيتي سرچينو په حواله خبر ورکړی، چې پرون د کرمه ايجنسۍ د (غوزګړۍ) سيمه کې بې پېلوټه الوتکې پر يو کور اوه توغندي وويشتل، چې له کبله يې څلور تنه ووژل شول. د سرچينو په حواله دا کسان د حقاني شبکې د يو قوماندان ابو بکر د ډلګۍ اړوند وو.

دغه ډول بريدونه په افغانستان کې مېشت امريکايي ځواکونه کوي، خو بهرنيو قواوو او طالبانو په دې اړه تبصره نه ده کړې. پرونی بريد په داسې حال کې کيږي، چې د تېرې جمعې په شپه پاکستاني ځواکونو په کرمه کې له افغان طالبانو هغه بهرنۍ کورنۍ راخوشې کړه، چې افغانستان کې يې پنځه کاله مخکې تښتولې وه.