پنجشنبه , 25 اپریل 2024

امریکا ،په افغانستان کې د اوباما د اته کلن سیاست ارزونه کوي

د امریکا د ولسمشر بارک اوباما چې کاري دوره یې پای ته رسېدونکې ده، تمه لرله چې د کار له پای ته رسېدو سره به له افغانستان څخه خپل سرتېري ور ټول کړي او جګړې ته به د پای ټکې کیږدي، خو وضعیت اوس د هغه  د تمې خلاف دی. زرګونه امریکايي سرتېري لاهم په افغانستان کې پراته دي او په جګړه کې ښکېل دي.

د امریکا د کانګرېس یوه غړي ډن برتن وایې،  اوس هغه وخت راغلی چې په افغانستان کې د امریکا په تګلاره له سره غور وشي.

ډن برتن وايي، فکر کوم چې د افغانستان په هکله زمونږ سیاست ډېر مهم دی،اړتیا ده چې مونږ اوس د افغانستان په هکله د اوباما اته کلن ماموریت او سیاست وارزوو.

مونږ به ټول هغه څه وکړو چې وکولای شو افغانستان د یوه ازاد او خپلواک هېواد په توګه وساتو. امریکايي سرتېري به له افغان سرتېرو سره اوږه په اوږه  پرمخ ځي.”

په امریکا کې پوځي کارپوهان هم د افغانستان په اوسني وضعیت اندیښمن کړي. دوی هم د افغانستان په هکله د امریکا په تګلاروله سره د غور غوښتنه کوي.

پوځي کارپوه هونل فیلز وايي: “د افغانستان حالات باید و ارزول شي، د دغه هېواد حالات خپله د دې غوښتنه کوي چې باید شرایط یې ور ازول شي. دا باید ومومو چې آيا په افغانستان کې د حل لاره شته او که نه. مونږ باید په افغانستان کې مثبت بدلونونه ووینو.”

د امریکا د دفاع وزیر شتون کارټر وايي : “هیله مې دا ده چې راتلونکی حکومت به له افغانستان سره د پرمختګ اړیکې وپالي، ځکه چې افغانان د امریکا مرستو ته د څو کلونو له پاره اړتیا لري.

دا څرګندونې په داسې حال کېږي چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال نیکولسن په تېردسمبرمیاشت کې په ډاګه کړې وه چې افغان ځواکونه د خپل هېواد په ۶۴سلنه خلکو واک لري.