سه شنبه , 23 اپریل 2024

امریکا: افغانستان کې موخه یې له افغان خاورې امریکا ته د ګواښ نه پېښېدل دي

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپیر کابل کې یوې خبري ناستې ته د وینا پر مهال وویل، چې افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت موخه داده، ترڅو دغه خاوره د راتلونکي لپاره یو ځل بیا د ترهګرو په یوې داسې ځالې بدله نشي، چې امریکا ته ګواښ پیښ کړي.

اسپیر په دغه خبري ناسته کې زیاته کړه، چې افغانستان کې د امریکايي پوځیانو زیاتوالی او کموالی له وسله والو طالبانو سره د سولې د تړون په څرنګوالي پورې اړه لري.