امریکا او ناټو: د طالبانو پر هغه ځای به حملې کېږي چې ډېر درد لري

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن وايي، تر دې وروسته به د طالبانو پر هغه ځای حملې کېږي چې ډېر درد لري.

جنرال نېکلسن په هلمند کې د مخدرو موادو د تولید پر مرکزونو وروستۍ بمي حملې ته په اشاره وویل، هغه صلاحیتونه چې د امریکا د نوې ستراتېژۍ پر اساس ورکړ شوي، اغېزمن تمام شوي دي.

نېکلسن تیره ورځ د امریکا په دفاع وزارت پنټاګون کې خبریالانو ته په ویډیويي کنفرانس کې وویل چې په هلمند کې د یکشنبې د ورځې بمي حمله د نوي ورکړل شوي صلاحیت له مخې شوې ده.

جنرال جان نېکلسن زیاته کړه چې د مخدرو موادو د تولید مرکزونه وسله والو طالبانو ته ډېر مهم دي او پر هغوی به حملې دوام وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اګسټ په ۲۱مه د افغانستان لپاره خپله نوې ستراتيژي اعلان کړه.

په ستراتیژۍ کې امریکايي عسکرو ته ځینې عملیاتي صلاحیتونه ورکړل شوي چې پخوا یې نه درلودل.

د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې له ۴۰۰ تر۵۰۰ د مخدرو موادو لابراتوارونه شته چې ګټه یې وسله والو طالبانو ته رسېږي.

د نیکلسن په وینا، اوړمه ورځ په هلمند کې د امریکايي او افغان هوايي ځواک په ګډه حمله کې د مخدرو موادو لږ تر لږه لس لابراتوارونه ویجاړ شوي دي.

هغه څرګنده کړه چې د حکومتي ځواکونو د واکمنۍ کړۍ د پراخولو او په را روانو ټاکنو کې ډېرو خلکو ته د ګډون د امکان برابرولو هڅې روانې دي او د وسله والو طالبانو د شاته کولو لپاره يې دوه کال مهلت ټاکلی دی.

یوازې د افغانستان په ۱۰ ولایتونو کې د مخدرو موادو د تولید اندازه صفر شوې ده.