پنجشنبه , 25 اپریل 2024

امریکا او پاکستان د افغان سولې په اړه مهمه ناسته کوي

ټاکل شوې ده، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د افغان سولې په اړه سره مهم بحث وکړي.

سپینې ماڼۍ او د پاکستان حکومت هم تائید کړي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او عمران خان به د نورو مهمو مسایلو ترڅنګ په افغانستان کې د سولې او ثبات په اړه مهم بحث وکړي.

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وروسته له هغې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ګوري چې، هېواد یې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېر کال په پاکستان له دې امله سلګونه ډالر بندیز ولګولو چې امریکا پاکستان له ترهګرۍ سره په مبارزه کې تیریستي؛ خو د پاکستان استدلال دادی چې دوی په خپله د ترهګرۍ قرباني دي او د تروریستانو پر وړاندي یې تر خپلې وسې هڅه کړي.

د پاکستان د لومړي وزیر په خپله دوره کې لومړۍ وار دی چې امریکا ته ځي او له ټرمپ سره د نورو هر اړخېزه خبرو ترڅنګ د افغانستان سولې په اړه مهم بحث کوي.

افغان حکومت وایي، له امریکا تمه لري، څو پر پاکستان اړین فشارونه راولي چې د افغان سولې او ثبات لپاره په خپلو سیاستونو کې بدلون راولي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي:

“موږ هیله‌ مند یو چې امریکایان د پاکستان د پالېسیو د بدلون لپاره اړین فشارونه وارد کړي. دا سفر لکه څنګه چې خپله امریکایانو ورته اشاره کړې داسې سفر نه‌دی چې کوم هېواد ته امتیاز ورکړل شي پرته له دې چې پاکستاني لوري ته په واضح توګه وویل شي چې هغوی دې خپل سیاستونه بدل کړي. د طالبانو له ملاتړه دې لاس په سر شي او بالاخره د پاکستان په خاوره کې د طالبانو د پټنځایونو د له‌منځه وړلو لپاره دې عملي ګامونه پورته کړي. په تأسف چې تر اوسه د جدي اقداماتو شاهد نه‌ و او د پاکستان له خاورې زموږ د هېواد پر ضد نا اعلان شوې جګړه باید بنده شي او زموږ خلک په سوله کې ژوند وکړي.”

افغان حکومت د هېواد دایمي سولې او ثبات لپاره د سیمې په ځانګړي ډول د پاکستان همکاري اړینه بولي او پاکستان باید په هغه اجماع کې رغنده رول ولري چې افغان حکومت یې د جوړولو په لټه کې دی