امریکا به هند وهڅوي چې له افغانستان سره خپلې مرستې ډېرې کړي

د امریکا ددفاع وزیر به له هندي چارواکو سره د نورو مسایلو تر څنګ د افغانستان په اړه خبرې کوي.

د رسنیو د راپور له مخې جیمز متیس هند ته تللی او هلته به د یاد هېواد له چارواکو سره د یو لړ مهمو مسایلو ترڅنګ د افغانستان د سولې، ثبات او امنیت په اړه هم بحث وکړي.

متیس به هند دې ته وهڅوي چې له افغانستان سره په بېلو برخو کې خپلې مرستې ډېرې کړي او ددغه هېواد د پوځيانو په روزلو او تجهیز کې خپلې هڅې پراخې کړي. جیمز متیس به همدا راز له هندي چارواکو سره د ځینو امریکايي وسلو او الوتکو پر پلور هم خبرې وکړي.

وروسته تر دې چې امریکا په خپله نوې تګلاره کې، هند په سیمه کې خپل غوره ملګری وباله، دا لومړنی لوړ پوړی امریکایی چارواکی دی چې نوي ډهلي ته ځي.

امریکا په خپله نوې تګلاره کې همدا راز له هند غوښتي وو، چې د افغانستان په اقتصادي، سوداګریزو، پراختیايي او دې ورته برخو کې خپلې مرستې ډېرې کړي.