امریکا تېر یوه کال کې له افغانستانه خپل ۲۰۰۰ سرتیري ویستلي

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ د ماموریت مشر امریکايي جنرال سکاټ مېلر په کابل کې د امریکا دفاع وزیر سره په ګډ خبري کنفرانس کې د دغو سرتېرو د ویستلو خبره وکړه.

د دغو عسکرو په ایستلو سره اوس په افغانستان کې د مېشتو امریکایي ځواکونو شمېر دولس زرو ته راکم شوی دی.

په افغانستان کې د مېشتو امریکايي سرتېرو ماموریت د افغان ځواکونو روزنه، تجهیز او هغوی ته سلا مشورې ورکوي.

د امریکا دفاع وزیر مایک اسپر وویل، متحده ایالتونه کولی شي په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر اته زره او شپږ سوو ته راکم کړي او دا کار د هغه په خبره د داعش او القاعده پر ضد مبارزه نه زیانمنوي.

نوموړي له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو پر دوام ټېنګار کړی او ویلي یې دي چې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر ضد به جګړه روانه وي.