پنجشنبه , 25 اپریل 2024

امریکا دداعش ډلې پرضد مبارزې لپاره افغانستان ته تازه روزونکي او تجهیزات راستوي

د امریکا متحد ایالات په پام کې لري چې د جګړو په راتلونکي فصل کې د داعش ډلې پر ضد د مبارزې د چټکولو لپاره افغانستان ته نور محارب روزونکي او اضافي بې پیلوټه الوتکې او تجهیزات واستوي.

د سپينې ماڼۍ او پنټاګون چارواکو وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي دي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوې ستراتیژۍ له‎مخې شاوخوا زر تنه اضافي پوځي روزونکي او ګڼ شمېر جنګي او کشفي بې پیلوټه الوتکې افغانستان ته استول کېږي، څو په هوايي حملو او استخباراتي عملیاتو کې کار ترې واخېستل شي.

افغانستان ته د اضافي امریکايي روزونکو او پوځي تجیزاتو استول، د متحد ایالاتو او افغانستان د رسمي سرچینو له‎خوا تراوسه نه‎دي اعلان شوي، خو د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د داعش ډلې پر ضد په پوځي عملیاتو کې د امریکا د پوځ ترڅنګ د افغان هوايي ځواک ونډه هم مهمه ده

د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش رسنیو ته وویل چې د افغانستان او متحد ایالاتو پوځونه د خپلو نویو ستراتیژیو له مخې همکاري سره کوي.

دی وايي

“د امریکا متحد ایالات به له دې ټکنالوژۍ څخه په هغو ځایونو کې کار واخلي چې موږ ورته اړتیا لرو. البته له هغو الوتکو څخه چې موږ ته یې راکړي، هم د داعش او نورو ترورېستي ډلو پر ضد په عملیاتو کې کار اخېستل کېدای شي. دې مسئلې هم زموږ او هم د متحدو ایالاتو په ستراتیژۍ کې انعکاس کړی دی.”

افغانستان ته د نورو امریکايي سرتېرو او د بې پیلوټه الوتکو په ګډون د اضافي پوځي تجهیزاتو د استولو راپورونه په داسې حال کې ورکول کېږي چې امریکايي روزونکو د افغان هوايي ځواک د بې پیلوټه الوتکو لپاره د پوځي پرسونل روزنه لا پخوا پیل کړې.

نیوزویک مجلې اوړمه ورځ د امریکا د پوځي چارواکو په حواله راپور ورکړ چې د افغان هوايي ځواک پرسونل د امریکايي سلاکارانو له‎خوا روزل کېږي، څو داعش ډله او وسله‎وال طالبان په نښه کړي.

په افغانستان کې د ژمي له رارسېدو سره سم اکثرا په جګړو کې کموالی راځي او د پسرلي له راتلو سره سم د وسله‎والو حملې او د افغان پوځ عملیات زیاتېږي.

سږکال د ژمي له پیل سره-سره داعش ډلې خپلو بریدونو ته دوام ورکړ او یو زیات شمېر افغانان چې ډېری ملکي وګړي وو، په دې حملو کې مړه او ټپیان شول.