پنجشنبه , 25 اپریل 2024

امریکا دې د پښتنو د تحریک ملا وتړي

د جنوبي اسیا د چارو کارپوه مایکل کگلمین وویل چې منظور پښتین د ترهگرۍ او د پښتنو د اساسی حقونو لپاره مبارزه پیل کړیده نو باید امریکا ورته په درنه سترگه وگوري.

کوګوملین وايي امریکا به د منظور پښتین ملاتړ په عمومي ډول ځکه نه کوي، چې نه غواړي د پاکستان په مسلو کې د یو اړخ طرفداري وکړي..

امریکا چې په پاکستان یې د تیر یو کال نه فشار زیات کړیدی چې په دغه هیواد کې د ترهگرو ضد اقدامات وکړي تراوسه پورې د دغه تح‏ریک په اړه څرگندونې ندي کړي.

د امریکا د میریلینډ په ایالت کې د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر عاصم یوسفزی هم د مایکل کگلمین سره موافق دی. ښاغلی یوسفزی وایي چې پکار ده امریکا په اصولي توگه د پښتون تحریک ملاتړ وکړي.

ښاغلي یوسفزي وویل چې امریکا پدی اړه ډیره څرگنده پالیسي لري. خو هغه زیاته کړه چې د تر ټولو ښه لاره به دا وي چې د کانگرس غړي د پښتون تحریک په ملاتړ ویناوې وکړي څنگه چې هغوي د بلوڅانو لپاره کړیدي.

د یادونې وړ ده چې د بخښنې نړیوال سازمان هم د پاکستان د حکومت نه غوښتي دي چې د پښتون تحریک په ضد دې جرمي دعوې بیرته واخلي ځکه چې سوله ایز احتجاج د هغوي حق دی.

د پاکستان د پښتنو د تحفظ تحریک اعلان کړیدی چې د اپریل په لمړنۍ نیټه به په پیښور کې احتجاجي غونډه کوي. دا د دغه تحریک د احتجاجي غونډو د کړۍ برخه ده چې د تیرې یوې میاشتې نه لا دوام لري.

جمشید ملکزی