پنجشنبه , 28 مارچ 2024

امریکا د افغانستان او پاکستان په چارو کې خپل ځانګړی استازی ټاکلی

د پاکستان تریبیون ورځپاڼې په راپور کې راغلي، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ آلیس ولز د افغانستان او پاکستان په چارو کې خپل ځانګړی استازی ټاکلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولز په یاد وزارت کې ۲۸ کلنه کاري تجربه لري. آلیس ولز په داسې مهال کې د کابل او اسلام آباد لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري ټاکل کیږي، چې څو ورځې وړاندې سپینې ماڼې جان باس په کابل کې د امریکا د سفیر په توګه معرفي کړ.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې داسې راپورنه هم خپاره شول چې واشنګټن د افغانستان او پاکستان لپاره د ځانګړې استازولۍ دفتر له منځه وړی دی.