چهارشنبه , 24 اپریل 2024

امریکا د افغانستان د ټاکنو امنیت د ټاکنو له تر سره کېدو مهم ګڼي

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورډ چې د افغانستان په سفر بوخت دی وویل افغان امنیتي ځواکونو هغه سیمې مشخصې کړي چې د وسله والو طالبانو ګواښ موجود دی او د ټاکنو د تر سراوي لپاره به عملیات په لاره اچوي.

امریکا وايي د افغانستان د ټاکنو تر سره کیدو وړاندې باید د هغو سیمو امنیت ونیول شي چې پکې تهدید موجود وي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورډ چې د افغانستان په سفر بوخت دی هیله ښودلې چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د هغو سیمو امنیت لپاره عملیات وکړي چې د لوړ ګواښ سره مخ وي.

ده زیاته کړه چې په دې برخه کې افغان حکومت تر ګواښ لاندې سیمې مشخصې کړي او ډیر ژر به د وسله والو له شتونه پاکې شي.

نوموړي په افغانستان کې د پارلماني او ولسمشریزې ټاکنې د امریکا د نوې ستراتیژۍ مهم فکتور یاد کړ چې د افغان جګړې په اړه یې غوره کړی دی.

نوموړي افغانستان ته د خپل سفر پر مهال ولسمشر غني او نورو افغان چارواکو سره د کتنې تر څنګ د چهار شنبې ناوخته د ننګرهار ګمبیري نظامي اډه کې خپلو ځواکونوسره کتلي او تر دې وړاندې مزار شریف ته هم ورغلی و.

جمشید ملکزی