پنجشنبه , 25 اپریل 2024

امریکا د افغان پوځ پياوړتیا ته ۷ میلیارده ډالر بودیجه ځانګړې کوي

 

د رویټرز د راپور له مخې امریکا غواړي چې افغان ځواکونو د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې پياوړي شي نو له همدې امله هڅه کوي له دغو ځواکونو سره د مرستې لپاره د څلورو کلونو په لړ کې ۷ میلیارده ډالر بودیجه ځانګړې کړي.

جنرال فیلیپ ستورات، چې د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت پر غاړه لري، رویټرز ته ویلي، دا مرسته به ددې سبب شي چې افغان هوايي ځواکونه پیاوړي شي او په دې توګه افغانستان له بحراني حالت وژغورل شي.

سرچینو رویټرز ته ویلي چې دغه ځانګړې شوې بودیجه به د افغان هوايي ځواکونو په روزنه، تجهیز، د الوتکو په ترمیم او نورو مواردو کې لګول کېږي. امریکايي چارواکو ویلي له دغه کار یې موخه دا ده، چې افغان ځواکونه له ترهګرۍ سره د مبارزې به برخه کې پیاوړي شي، هوايي بریدونه یې اغېزناک شي او د هوايي بریدونو لپاره یې اطلاعاتي مهارتونه لوړ کړل شي.

څو ورځې مخکې هم په افغانستان کې د امریکايی ځواکونو ویاند ویلیم سالوین ویلي و، چې ۵۳ بلک هاک الوتکې له امریکا افغانستان ته پر لاره دي او په همدې موخه به د راتلونکې عیسوي میاشتې په لومړیو کې افغان ځواکونو ته په کندهار هوايي اډه کې د روزنې پروګرام پیل شي.