امریکا: د القاعدې ترهګرې ډلې یو مهم مشر ووژل شو.

د امریکا  د مرکزي ځواکونو قومندانۍ  ویلي دي چې د یمن د شبوه  په ښار کې د ترسره شوو عملیاتو په لړ کې د القاعدې ترهګرې ډلې د یاد شوي ښار مسئول  ابو خطاب العولقي لاقي  ووژل شو.

د امریکا د مرکزي ځواکونو د قومندانۍ لخوا پدې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې  ددوې جنګي الوتکو  د جون په ۱۶مه نيټه  د یمن د شبوه په ښار کې  د القاعدې په یو مهم  مرکز  هوايي برید وکړ. پدې برید کې  د القاعدې   د یاد ښار د مشر الاولاقي په ګډون ۳ تنه داعشیان  ووژل شول.وژل شوي دوه تنه نور  د هغه مرستیالان ول.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې الاولاقي  د القاعدې د مشرانو مشرانو نه یو وو چې  په یمن کې د ډیرو خونړیو بریدونو تر شا یې لاس درلود.