چهارشنبه , 24 اپریل 2024

امریکا د ایران د منزوي کولو هڅه کوي

د ایران ولسمشر حسن روحاني په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې هېواد یې د هېڅ بل هېواد پر وړاندې د جګړې پلان نلري؛ خو په وینا یې امریکا هڅه کوي چې ایران منزوي کړي.

روحاني همدارنګه ویلي، چې امریکا دې سیمې ته نور عسکر نه لیږدوي کنه له غبرګون سره به مخ شي.

بل پلو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف هم پر امریکا غږ کړی، چې د ایران شاوخوا ته دې لا ډېرو عسکرو له لېږلو ډډه وکړي.

دده په خبره په ځلونو یې پر امریکا او متحدینو یې غږ کړی، چې په سیمه کې دې وضعیت نه خرابوي او له ورته پاروونکو اقداماتو دې ډډه وکړي.