امریکا د هند او پاکستان ترمنځ د ناندریو کمولو سپارښتنه کړې ده

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستان او هند ترمنځ رامنځته شوي کړکیچ په اړه د دواړو هېوادونو له مشرانو سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

ټرمپ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان او د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ته د کشمیر د مسئلې پر سر د ناندریو کمېدو سپارښتنه کړې.

د ټرمپ په وینا دواړه هېوادونه په سیمه کې ښو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو ته اړتیا لري نو د کشمیر د مسئلې پر سر راپورته شوې وروستۍ ناندرۍ به دغه اړیکې خورا زیانمنې کړي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم ویلي چې ټرمپ ورسره د کشمیر د مسئلې پر سر خبرې کړې او کشمکشونو د کمولو سپارښتنه یې کړې ده. عمران خان وایي دوی د خپل هېواد دفاع ته تیار دي. په دې وروستیو کې د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر پر مسئله ناندرۍ اوج ته رسېدلې دي. دواړو لورو پر یو بل د بریدونو خبرداری هم ورکړی دی.