امریکا غواړي پاکستان د ترهګرو مالي مرسته کونکي په نوملړ کې شامل کړي

 

 

د فاېننشل ایکشن ټاسک فورس نومې ادارې غونډه به راروانه اونۍ په پاریس کې کیږي چرته چې امکان دی د پاکستان پرضد دغه ګام وړاندې شي.

د پاکستان د لومړي وزیر د اقتصادي اړیکو سلاکار مفتاح اسماعیل راېټرز ته منلي امریکا او برتاینې څو اونۍ وړاندې دغه وړاندیز کړی او وروسته يې د فرانسې او جرمني نه هم د مرستې کولو غوښتنه کړې.

د امریکا یو چارواکي ویلي پاکستان د کال ۲۰۱۲م نه تر ۲۰۱۵م پورې هم د دغه نړیوالې ادارې په فهرست کې شامل و.

دغه چارواکي ویلي پاکستان تل په خپله خاوره دترهګرو پر ضد اقداماتو کې د خپلې ښوښې کار اخستې. او زیاتو٫ اوس وخت راغلی چې پاکستان دغه هر څه بند کړي او د هغه ډلو پرضد اقدام وکړي چې د پاکستان خاوره کاروي.

فاېننشل ایکشن ټاسک فورس یا (اېف ای ټي اېف) په پيرس کې مېشت هغه نړیواله اداره ده چې د غیر قانوني پېسو د مخ نیوي لپاره نړیواله مبارزه کوي او قانونونه جوړوي.

باید یاده شي چې تر دې وړاندې امریکا پاکستان د هغو لسو هیوادونو په لیست کې شامل کړ چې پکې مذهبي آزادۍ پکې محدودې بلل شوي.