امریکا: له افغانستان سره پر پاکستان سربېره د هند همکاري هم مهمه ګڼلې

پنټاګون په یوه تازه راپور کې د افغانستان او پاکستان تر منځ په ګډه همکارۍ

ټینګار کړی، خو په عین حال کې یې په افغانستان کې د هندوستان رول او له افغان حکومت سره د هندوستان همکاري هم مهمه بللې.

پنټاګون د افغانستان د امینت او ثبات په اړه په خپل تازه راپور کې چې د امریکا کانګرس ته یې وړاندې کړی، د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې بللي او زیاتوي، سره له دې چې د امریکا متحده ایالات دواړه هېوادونه هڅوي چې په خپلو کې د شتو ستونزو لکه د ډیورند کرښې د امنیت په اړه ګډ کار وکړي، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ ژورې بې باورۍ په دې برخه کې د پرمختګ مخه نیولې ده.

پنټاګون وايي، سره له دې چې پاکستاني پوځ په عملیاتو کې د ځینو سخت دریځو پټنځایونه ویجاړ کړي، خو د حقاني شبکې په څېر یو شمېر سخت دریځې ډلې لا هم په پاکستان کې ازاد فعالیت کوي.

د امریکا دفاع وزارت زیاتوي چې امریکا په ټولو کچو هڅو ته دوام ورکوي، څو پاکستاني مشرتابه د سخت دریځو ډلو پر ضد د اقداماتو په اهمیت پوه کړي.

په راپور کې سربېره پر دې چې د پاکستان او افغانستان د حکومتونو تر منځ همکاري د ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره مهمه بلل شوې، هندوستان یې هم په سیمه کې د افغانستان تر ټولو باوري شریک او د افغانستان د پراختیايي پروژو لوی تمویلونکی بللی دی.

په راپور کې ویل شوي چې د جنوبي اسیا لپاره د امریکا نوې پالیسي له هندوستانه غواړي چې په افغانستان کې له نړیوالو هڅو سره مرسته زیاته کړي او د امریکا متحده ایالت له افغانستان سره د هندوستان د نورو اقتصادي، طبي او مدني مرستو هرکلی کوي.

د پنټاګون په دې راپور کې د سعودي عربستان په اړه ویل شوي چې افغانستان له سعودي عربستان څخه د مادي مرستې پر ځای په اسلامي نړۍ کې ددې هېواد مذهبي موقف ته په پام سیاسي ملاتړ غواړي.

راپور زیاتوي، سره له دې چې افغانستان د ترهګرۍ پر ضد د سعودي په مشرۍ نړیوال ائتلاف کې شامل دی، خو سعودي په تاریخي توګه افغانستان سره مادي او مالي مرسته نه ده کړې او تر ډېره افغانستان ته د ایران سره د رقابت د یوه ډګر په سترګه ګوري.

د پنټاګون راپور په افغانستان کې د ایران د رول په اړه وايي چې ایران لا هم ډېره هڅه کوي چې په افغانستان کې خپل نفو‌‌ذ پراخ او د امریکا نفو‌‌‌ذ محدود کړي.

د امریکا د دفاع وزارت په دې راپور کې ویل شوي چې ایران طالبانو ته یو اندازه ملاتړ هم برابروي او ظاهراً خپل دا ملاتړ د داعش د وسله والې ډلې د پراختیا د مخنیوي په نوم توجیه کوي.

د راپور په وینا، له طالبانو سره د ایران مرسته د افغانستان د حکومت باور ته زیان رسوي، په سیمه کې بې ثباتي زیاتوي او د ستراتیژیکو همکاریو له موافقو سرغړاوی دی.