امریکا نه غواړي چې افغانستان بیا د ترهګرو پر مرکز بدل شي

ولسمشر غني د امریکا په کانګرېس مشرې نانسي پلوسي سره د لیدنې پرمهال غني ته ویلي چې امریکا د سولې لپاره هڅې کوي خو تر څنګ یې د لاس ته راوړنو ساتنه هم کوي.

د نوموړې په وینا امریکا ټولو هوکړو ته ژمنه ده او په افغانستان کې ددایمي امنیت لپاره له افغان حکومت سره په ګډه کار کوي.

نوموړي په بېلو برخو کې د افغان حکومت هڅې ستایلې دي. ولسمشر غني هم تېره شپه له نانسي پلوسي سره د لیدنې پر مهال ویلي چې افغان حکومت سولې ته لومړیتوب ورکوي خو هغه سوله ورته د منلو وړ ده چې په هغه کې د افغانستان عزت خوندي وي، اساسي قانون ته درناوی وي، د کلونو لاس ته راوړنې وساتل شي او روانه جګړه پای ته ورسوي.