امریکا وايي ترهګرۍ سره په مبارزه کې پاکستان باید نور ډېر څه وکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي پاکستان باید ترهګرۍ سره په مبارزه کې ریښتنی اوسي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدر ناورت ویلي پاکستان ترهګرۍ سره مبارزه کې یو څو ګامه مخکې تللی، خو دا د نړیوالو قناعت نه شي حاصلولی.

نوموړې زیاته کړه چې پاکستان باید نه یواځې د طالبانو بلکې د حقاني شبکې او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې خپل مسولېت تر سره کړي.

ناورت په خبره دا د پاکستان مسولیت جوړیږي چې د جنوبي آسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ سره موازې دا ثابته کړي چې په سیمه کې ترهګري له منځه وړي.

ده له مرستیال ولسمشر مایک پینس سره د پاکستان د لومړي وزیر خاقان عباسي د کتنې په اړه وویل چې له پاکستانه غوښتل شوي چې په مسولانه ډول پخپله خاوره کې ترهګر له منځه یوسي.

په ورته وخت کې امریکايي څیړونکی مایکل کوګل مین وايي د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د مایک پمپیو ګمارل به هم په پاکستان فشارونه لا زیات کړي.

( زه فکر کوم مایک پمپیو به د پآکستان پر وړاندې سخته پالیسي خپله کړي چې دغه هیواد ترهګرۍ سره مبارزې ته اړ کړای شي)

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني هم له پاکستانه وغوښتل چې له دوی سره د دولت په دولت خبرو ته حاضر شي او پخپله خاوره د ترهګرو ځالې له منځه یوسي.

بلې ډډې ته په کور دننه او بهر د سرتاسري سولې لپاره هم هلې ځلې زیاتې شوي.

د افغانستان د سولې عالي شورا هیله وښوده چې د ۱۳۹۷ کال به په دې برخه کې نیوي زیري له ځان سره ولري.

جمشید ملکزی