امریکا: پاکستان، چين، روسيه او ایران د طالبانو په ملاتړ تورن کړي

 

د امریکا دفاع وزارت کانگريس ته د افغانستان امنيتي وضعيت په اړه په تازه راپور کې ويلي، افغانستان کې د امنيت او ناټو ماموريت پر وړاندې دغه هېوادونه د طالبانو ملاتړ کوي.

پنټاگون وايي، چې طالبان، حقاني شبکه او نورې وسله‌والې ډلې لا هم په پاکستان کې پټنځايونه لري او له هغه ځایه افغانستان کې بريدونه او چاودنې پلانوي.

د سولې د کمزوري بهير په اړه پنټاگون وايي، چې پاکستاني چارواکي هم د سند لال شهباز قلندر او نورو چاودنو پړه په افغانستان کې په مېشتو وسله‌والو اچوي او پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې افغانستان د دغو وسله‌والو په مخنيوي او له منځه وړلو کې مرسته نه کوي.

پنټاگون وايي: «د افغان او پاکستاني چارواکو د تورونو او بې باورۍ له امله د سولې بهیر کمزوری دی.»

په راپور کې ایران هم افغانستان کې په پراختيايي فکر تورن شوی، چې غواړي «افغانستان کې خپلې گټې په داسې صورت کې خوندي کړي، چې شيعه‌گان په کې واکمن وي او د امریکا شتون په کې کمرنگه وي.»

راپور کې د افغانستان، هند او ايران گډې پروژې چابهار يادونه هم شوې، خو د امریکا په باور ایران غواړي د چابهار د اقتصادي گټو سربېره دغه پروژه پر افغانستان د فشار لپاره هم وکاروي.

پنټاگون له طالبانو سره د چين او روسيې په اړيکو هم اندېښنه ښوولې او د دواړو هېوادونو د چارواکو هغو څرگندونو ته يې اشاره کړې، چې له طالبانو سره اړيکې لري.

پنټاگون وايي، چې روسي چارواکو منلې، له طالبانو سره د خپلو گټو او داعش ځپلو لپاره اړيکې لري.

په راپور کې د افغان سولې په تړاو د مسکو د ناستو يادونه هم شوې ده او له

طالبانو سره يې د مسکو اړيکې د امريکايي ايتلاف پر وړاندې خنډ بللي دي.

په راپور کې د چين او طالبانو اړيکې هم يادې شوي دي. د پنټاگون په وينا چين د دې لپاره هم له طالبانو سره اړيکې لري، چې دغه هېواد  ته د وسله‌والو  د ورتگ مخنيوی وکړي او همدارنگه افغانستان کې خپلې اقتصادي پروژې خوندي کړي.

چين په افغانستان کې د نړۍ تر ټولو ستره اقتصادي «يوه کړۍ يوه لاره» پروژه پيلوي.

پنټاگون په داسې حال کې پاکستان، روسيه، چين او ایران طالبانو سره په مرستو تورن کړي، چې تېره ورځ د روسيې د بهرنيو چارو وزارت افغانستان کې د داعش فعاليتونه او دغې ډلې سره د «نامعلومو چورلکو» د مرستو په تړاو له افغان او امريکايي چارواکو د سپيناوي غوښتنه کړې وه.

روسيه له وسله‌والو طالبانو سره خپلې اړیکې مني؛ خو روسي چارواکي وايي طالبانو سره یې اړیکې د خپل امنیت او افغان سولې ته د طالبانو د هڅولو لپاره دي.