امریکا څه باندې ۲۵ میلیونه افغانانو ته د برېښنا برابرولو ژمنه کړې

کابل کې د امریکا سفارت وايي، په راتلوونکو کلونو کې به څه باندې ۲۵ میلیونه افغانانو ته برېښنا برابره کړي.

دغه سفارت  ویلي، چې ځینې پرمختګونه ورو وي، خو زیاته کړې یې ده چې د برېښنا چمتو کول د سولې په ټینګېدو سره خوندي کیږي.

په کابل کې د امریکا سفارت ویلي  پرمختګونه کله ناکله ورو وي، خو متحده ایالات ژمن دی چې په راتلونکو کلونو کې تر ۲۵ ملیونه زیاتو افغانانو ته  برېښنا چمتو کړي خو ویلي دي چې دا کار د سولې په ټېنګېدو سره کیدلی شي.

د امریکا سفارت پر داسې مهال په راتلوونکي کلونو کې افغانانو ته د برېښنا چمتو کولو خبر ورکوي، چې دا مهال د افغانستان پلازمېنه کابل تر بل هر وخت د برېښنا د زیاتې پرچاوي سره مخ ده.

د برېښنا پرچاوي سره هم مهاله د افغانستان د برېښنا شرکت د عملياتي ریاست سرپرست انجنیر احمد سلیم سلیمي ویلي، د تیر کال ژمي کې پلازمېنې کابل ۶۸۰ میګاواټه برښنا ته اړتیا لرله، خو سږ کال دا اړتیا ۷۶۰ میګاواټو ته لوړه شوې ده.

د افغانستان برېښنا شرکت د معلوماتو په اساس د ازبکستان هېواد په یو سب ستېشن کې د تخنیکي ستونزې رامنځته کېدو له امله، یاد هېواد افغانستان ته د خپلې وارداتي برېښنا کچه له ۴۵۰ څخه ۳۸۰ میګاواټو ته را کمه کړې ده.

د یاد شرکت په وینا په دې سره اوس مهال په کابل ښار کې د وارداتي برښنا کچه ۲۰۷ میګاواټو ته راټيټه شوې ده.

دغه شرکت زیاتوي چې اوس مهال د برېښنا د کورنیو منابعو له ډلې ۹۴ میګاواټه د نغلو، ۲۲ میګاواټه سروبي، ۴۰ میګاواټه د ماهیپر او ۵۰ میګاواټه د تره خېلو حرارتي دستګاه څخه برابریږي.

افغانستان دا مهال ۷۰ سلنه برېښنا له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، او ایران څخه واردوي، او همدارنګه د خپلې اړتیا وړ ۳۰ سلنه نوره برېښنا له خپلو داخلي منابعو څخه تولیدوي.