ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د سولې تر راتګ پورې دې امنيتي او دفاعي ځواکونه د هر ډول تهديد پر وړاندې مبارزه وکړي او د کابل امنيتي پلان د عملي کېدو لپاره دې هڅې زیاتې کړي.
نوموړي دا څرګندونې پرون په کورنيو چارو وزارت کې د ملي پولیسو د سوق او ادارې مرکز څخه د ليدنې پر مهال وکړې.
د ارګ له لوري په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د يادې لېدنې پر مهال کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي د عمومي امنیتي وضعیت په اړه وويل، د وسلهوالو مخالفانو له لوري د هر ډول تهديد پر وړواندې يې مقابله کړې او په خبره يې د امنيت ټينګښت په هدف يې منځ مهاله او اوږد مهاله پروګرامونه طرحه کړي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، په دې ليدنه کې د کندز او ننګرهار ولايتونو امنيه قومندانانو د یادو ولایتونو د امنیتي وضعیت په او په ځانګړي ډول د خپلواکۍ سلمې کالیزې د نمانځنې مراسمو امنیت په اړه هم معلومات ورکړل.