امیرخان د هندي سینما تاریخي ریکارډ جوړ کړ

دنګل وتوانید، چې د امیرخان د PK او د سلمان خان د سلطان ریکارډ مات کړي.

د بالیووډ د وتلي اکټر امیرخان نوي خپور شوي فلم (دنګل) د PK او د سلمان خان د بنجرنګي بهای جان او سلطان ریکارډ مات کړ او ځان يې د بالیووډ د ډیرو پیسو ګټونکو فلمونو د لیسټ په سر کې ځای کړ.

دنګل په 16 ورځو کې 330.96 کروړه پیسې وګټلې چې په دې سره له PK هم مخکې شو.

د سلمان خان (بجرنګي بهای جان) او (سلطان) فلم چې په 2016 کال کې ډیرې پیسې ګټوونکي فلمونه ګڼل کیده، دنګل ته سلامي شول. دنګل هوموره پیسې وګټلې، څومره چې په بالیووډ کې لا تر اوسه بل هیڅ فلم نه دي ګټلي.

دنګل یوه سپورتي ډرامه ده، چې د هریاني پهلوان (ماهاویر سنګ فوګوټ) د ژوند ریښتینې کیسه کوي. نوموړي خپلو دوه لورګانو ته پهلواني ورزده کوله، څو د نړۍ په کچه پهلوانانې ترې جوړې شي.

 

امیرخان د بالیووډ یو له وتلو ستورو څخه دې، چې په کور دننه او بهر ګڼ مینوال لري. د نوموړي PK فلم چې ورسره پکې انوشکا شرما هم لوبیدلې وه، په هند او بهر دواړو کې خلک ګوته په غاښ کړل.

د امیرخان PK فلم د هندوستان په کلتوري او مذهبي رسم و رواجونو جوړ شوی فلم و، چې په هند کې يې ځینې غبرګونونه هم وپارول.

دنګل د تیر ډیسمبر په 23 مه خپور شو. او دادې د 16 ورځو په تیریدو سره يې تر 330.96 کروړو پیسې وګټلي او اوس د هند په سینما کې تر ټولو ډيرې پیسې ګټونکې فلم ګڼل کیږي.