اناناس او روغتیایي ګټې یې

اناناس، په استوایي سیمو کې تر کېلې وروسته ډېره خوښېدونکې مېوه ده. اناناس د برومیلیاد کورنۍ يوازېنۍ مېوه ده چې د خوراک وړ ده. دا مېوه روغتيا ته خورا ډېرې ګټې لري چې دلته يې د ځينو يادونه کوو.

په دې استوایي مېوه کې شته منګنيز د هډوکو په جوړولو، تقویې او د ماتو شویو هډوکو په پيوند کولو او درملنه کې بې ساري مرسته کوي. اناناس د التهاب ضد خاصیت لري او دردونه اراموي. په اناناس کې شته برومیلین په بدن کې له اضافي اسیدو سره مقابله کوي، له منځه یې وړي او له پانقراس څخه ترشح کېدونکي مواد چې له هاضمې سره مرسته کوي منظموي. د ويټامین سي بډایه سرچینه بلل کيږي او له هغو ویروسونو سره مقابله کوي چې د ټوخي او زکام لامل کيږي. ګټه یې د هغو کسانو لپاره ډېره ده چې په ژمي کې یخ وهلي وي او په اسانۍ سره نه روغيږي. دغه مېوه اورۍ قوي کوي او د وخت په تېرېدو سره د سترګو د شاوخوا پوستکي د ګونځې کېدو مخه نیسي. اناناس د زړه لپاره ګټوره مېوه ده، پکې شته فایبر یې قبضیت له منځه وړي او د هاضمې سېسټم پیاوړی کوي. د وینې غوړ منظموي او وده ګړندۍ کوي.