سه شنبه , 23 اپریل 2024

انتخابات،زموږ معیار او لومړیتوبونه

لیکوال : اغاملوک سهار‎

ځینې ملګری ماته وایې ته د انتخاباتو او نوماندانو په اړه څه ولي نه لیکي یا د چا پلوي نه کوي؟

نه یوازې انتخابات بلکی هنر،ادب،… ساینس، ټکنالوجي هر څه د یوي پرمختللي ټولني اړتیاوي دي، باید په ټولو اړخونو کې توازن وساتي.

کله کله ملګري او اشنایان په شاعرانو لګیږي چي دوي اوس هم شعر لیکي یا په موډله،سندرغاړی، فلمی لوبغاړی،…ټوکې کوي یا یې ټړد کلاس کار بولي، خو دا مناسبه نده. موږ باید له یوي بلي زاویې د ژوند،زماني او یوویشمي پیړۍ اړتیاوو ته وګورو.

موږ د نړۍ له ټولټال 7.5 میلیارده نفوس څخه ۳۵ میلونو یو د افغاستان په نوم چې ښه موقعیت خو غرنی وچ او وروسته پاته هیواد کې ژوند کوو، چې تقریاً د فیصدي په حساب د نړۍ 0.47% اوسیدونکی افغانان تشکلوي،خو ددي نیم فیصد مشکلات نیم فیصد ندي،او دا نیم فیصد یوه ډله،يو غږ، په یوه خوله نده او تر اوسه هم د بل د اوږو بار دي ولي؟ تراوسه هم په سل زره ډلو تقسیم سوی، لمړیتوبونه یې ندي پیژندلي،…

دا یوویشمه پیړۍ ده، که همداوس ۲۵۰۰ کاندیدان ټول کامیاب سي بیا هم زموږ ستونزه نه حل کیږي،که یو لس لکه کسان دولت وګوماري بیا هم ستونزه نه حل کیږي. زموږ د ټول نفوس 67% ځوانان جوړوي خو په دومره لوړه فیصدي کې یې شل فیصده د ځان ستونزه نه سي حل کولای،لس فيصده يې د کار د مارکيټ په معيار ندي برابر. همدا اوس نیم له بد اقتصادی وضعیت سره مخ دی. همدا نن شپږ میلیونه خلګ بې کاره دي. دری میلیونه په نشیې توکو معتاد دی، اورد،پولیس، کارمند د نورو د اوږو بار دي، په سوال چلیږی.

د اوبو،اقلیم،… رواني او نورو ستونزو په اړه خو څوک فکر نه کوي.

په ټوله کې موږ د لیدلوري او ماموریت له خوا صفر یو.

اوس ټوله نړۍ د ځوانانو په زده کړو، کارآفرینی او نورو مهمو مسایلو پام او پانګونه کوي او لومړيتوب يې دی، په هنر،صنعت، ساینس ټکنالوجي او د ژوند په ټولو اړخونو کې خپلي اړتیاوي درک کوي، او ځای يې ډک کوي. موږ نن په ټول هیواد کې سایبرې پولیس نه لرو، سل تنه اقتصادپوهان نه لرو، په هرو لسو د پوهنتون استادانو کې ممکن دوه یا دری معیاري او مسلکي وي. په ټولو پوهنتون کې یو هم په سمیز معیار ندی برابر، نړیوال خو هیڅ نده. همداسي نور اړخونه، نو کله چې یو هیواد زیربنا ونه لری، اقتصاد،هنر،ساینس ټکنالوجي ونه لري، نوي نسل ذهنونه دومره ټيټ وی نو د هغه هیواد به پارلمان څه وي او معیار به یې څه وي؟ څه به تصویب کړي او څه به نقد کړي؟

همدا نن ۲۵۰۰ کسان کاندیدان دي خو ټول افغانان که د پوهنتون استاد که محصل دی، که وزیر دی که رئیس دی که دولتي کارمند دی که بل دی که بل دی هرڅه ترې پاته دي ځکه انتخابات دي، وسړیه کاندید خو همدا کار دی مګر زه د یو رای ورکوونکي په صفت د ټاکنو په ورځ پنځه دقیقي وخت ورکوم او ورځم که کوم کس چې زما د رایې لیاقت یې درلود، ټکمار کوم یې، که یو هم نه وو رایه خالي په صندوق کې اچوم او بس، خپله سل لمړیتوبونه لرم.

په تیر دوه دورې پارلمانونو کې د ګوتو په شمار ۵۰ کسه قانون پوهان نه وو، دري په کې ټکنالوجي نه پوهیدو، پنځه پکې اقتصادپوهان نه وو، که وای او موږ معیار لوړ واي، نن به ډیر کارونه سوي واي.

زه خپله په ټکنالوجی برخه کې کار کوم، په سیاست او قوانینو،اقتصاد مسلکي پوهه نه لرم مګر خپل مشکل حل کوم، نو ماته خپل مسلګ مهم دي، زه په دی خپل مسلک کې تر انتخاباتو سل مهم او ارزښتناک مسایل لرم، ته په طب کې، هغه بل ساینس کې،…

نو که خبره سره لنډه کړم زه د ټولنې ټولې اړتیاوي مهمي ګڼم، موږ ښه شاعر ته ضرورت لرو،ښه سیاستوال،اقتصادپو ته ضروروت لرو ښې سینما او رسنیو ته ضرورت لرو،لوړ مسلکي نسل، اقتصاد،سیاست،هنر، ساینس او ټکنالوجي هرڅه مهم دي، نو ټول باید لمړیتوبه ورګرځوو، او هرڅوک دي په خپل مسلک کار وکړي تر څو هیواد مو په ټولو اړخونو کې په پښو ولاړ، له وابسته ګي خلاص او نورو ډیر هیوادونه یوه ورځ په موږ پسې وابسته وي.