انسان، ښوونه او روزنه

لیکوال : سیداصغر هاشمي

تور او سپين یو شان نه دي. غر او سمه جګ او ټيټ دي. په دریاب کې ماهیان په یو وزن نه دي. د نړۍ انسانان یو رنګ نه دي، نو ځکه پوه او ناپوه برابر نه دي، خو ځینو ځایونو کې برعکس ناپوه او پوه سره برابر نه دي، نو ځکه ناپوهان د پوهانو مشـران دي. په جرګو او مرکو کې د خبرو حق همدوی ته ورکول کېږي، ځکه چې ډېر خلک د پوهانو په نسبت د ناپوهانو په خبرو پوهېږي. په کلي کور کې ملکان باید همدوی وي. دوی د ولس له نبضه خبر دي او د وخت و شرایطو سره سم ځان ډول ډول جوړولای شي. که چېرې ټولنه وروسته پاتې وي، د علم د ارزښت ځای پيسو، موقف او قومي مسایلو نیولې وي، نو حتمي خبره ده چې ډېر خلک د پوهانو پر ځای د ناپوهانو قدر کوي. کله چې د ټولنې اکثره خلک پوهان وي، نو هلته بیا پوهان مشري کوي او کله چې د ټولنې د خلکو د پوهې کچه ټيټه وي، نو هلته بیا ناپوهان مشران وي.

د انسان درجه د پوهې په نظر کې نیولو سره ټاکل کېږي. په نړۍ کې په هغو انسانانو حساب کېږي چې پوهه لري او هغه چې پوهه نه لري، د دې پرځای چې ټولنې ته یې ګټه ورسېږي، زیان رسوي.

ډېره پوهه د دې پر ځای چې د انسان قدر او قیمت لوړ کړي، برعکس دښمني پیدا کوي، علما او پوهان په ټولنې کې د ناپوهانو تائید کوي او ځینو داسې مسایلو ته نغوته کوي، چې د ټولنې ډېر ناپوهان پکې خپل تصویر ګوري او داسې فکر کوي، چې لیکوال له دوی سره دښمني لري او هدف یې همدوی دي. مال او دولت به د انسان قیمت لوړ کړي، خو پوهه د نورو د کینې سبب ګرځي.

ښوونه زده کېږي. ځینو خلکو ډېر کتابونه لوستي، ډېر کتابونه یې لیکلي، د پوهنتونونو ډېرې شهادت نامې لري او له همدې امله په لوړو موقفونو کار هم کوي. ظاهري قیافه یې هم بده نه ده، د ورځې یوه کورتی اخلي، د بوټانو یې شمار نه شته، کله په یو او کله په بل شان موټرو کې ګرځي، د ساتونکیو شمېر یې زیات دی، خو چې اخلاقو ته یې وګورې او یا انساني سلوک یې مطالعه کړې، نو پوه به شې چې روزنیزه خوا یې ډېره نیمګړې ده. په انساني اعمالو کې د ښوونې عملي اغېز ته روزنه وايي. که چېرې ښوونه د انسان په سلوک، کردار او کړو وړو مثبت تاثیر وکړي، دې ته روزنه وايي او که یې ونه کړي، نو ښوونه یې کسب کړې، خو عملي کړې یې نه ده.

قران کریم د نړۍ خورا ښه ښوونیز کتاب دی، نو مسلمانان که په قران کریم عمل وکړي، نو دوی به د نړۍ بهترین انسانان وي، نو دا چې په قراني احکامو څومره عمل کوو، ځواب یې تاسو لوستونکیو ته پریږدم.

که پيلوټ ته نظري زده کړه ورکړل شي، خو عملاً د طیارې د پرواز قابلیت ونه لري، د دې مانا دا ده، چې ښوونه یې تر لاسه کړه، خو روزنه یې ناسمه ده.

که یو تجار د ډېرو پيسو کاروبار ولري، خو د ګټې په لاس ته راوړلو کې د حرامو په فکر کې نه وي، دا په دې معنا ده، چې یو کس به ډېر کتابونه لوستي وي او ډېر علمي او تحصیلي اسناد به لري، خو عمل به نه کوي.

انسان، ښوونه او روزنه د مثلث هغه درې خواوې دي، چې یو د بل سره اړیکې لري، ښوونه انسان ته لارښوونه کوي، که انسان په ښوونې عمل وکړي د انسانیت خورا ښه سمبول به وي او د ښوونې او روزنې پر ګاڼه سمبال انسان کولای شي، چې ځان او ټولنې ته د خدمت مصدر وګرځي.