انسان او حيا

ليکواله : هوسۍ طارق

هره هغه کړنه چې د انسان له عادت سره تړاو ولري په اصل کې هماغه د انسان د پيژندګلوي سبب کيږي چې دغه پيژندګلوي ټولنه کې د بيلابيلې هيندارې د انځورونو څرګندونه کوي ، دغه څرګندونه د خلکو له افکارو سره تړاو لري چې ټولنه کې ميشت کوم انسان له څه ډول فکر سره شتون لري .انسانان د عاداتو او خصلتونو ټولګې دي چې له سلام کولو څخه نيولې تر لويو خصلتونو پورې رسيږي لکه چې اخلاص د رښتينولي هينداره ده ،پاکوالۍ د نظافت ،قانع اوسيدل د قناعت ،زغم د صبر او همداسې حيا د انسان د شخصيت ستر ګاڼه وي چې هر څوک د دغې ګاڼې غوښتونکې او خوښونکې وي .

ولې بايد انسان حيا ولري ؟

ځکه چې خلک يې غوښتونکې دي !ځکه چې موږ د با حيا انسانانو په مقابل کې ځان ډير با حيا ښکاره کوو ! يا دا چې که حيا ولرو خلک به مو ستايي ! دا هغه عوامل دي چې ځينې انسانان په ځينې حالاتو کې ځان له غوره کوي او پر اساس يې چلند کوي خو د دې ګروهې معتقد خلکو ته د عبدالروف بينوا وينا کفايت کوي چې وايي : ( څنګه چې يې هغسې ځان ښيه او څنګه چې ځان ښيي هغسې اوسه ) اړينه نه ده د خلکو د غوښتنو لپاره ځان سمبال کړو بلکې حيا زموږ د نفس نفساني غوښتنه ده چې هر انسان کې وجود لري بس لږ په روزلو او ساتلو کې يې بايد هڅه وکړو .حيا هغه څه وي چې د خلکو د غوښتنې سره تړاو نه لري او له نيکه مرغه چې حيا د اوبو هغو څپو ته ورته وي چې د اوبو د ارامۍ او روڼ والي سره کله کله په برګه توګه ځان ورښکاره کوي او د اوبو په ډيره ارامۍ کې دغه د څپو توند والي تر اخره خپل عادت ساتي که هغه د سيلابونو لوړه ژوره وي او يا هم د سيند ارامه څپه .حيا د انساني روح ضمير او وجدان د سپيڅلتيا سبب کيږي له حيا پرته هم انسان انسان وي خو له حيا سره شخصيت يې د ټولنې د نورو وګړو سره د توپير سبب کيږي.

د حيا په اړه کاظم خان شيدا وايي:

د حيا بهره دى نشته ديده وازه

لکه شمع د فلک يې بې ګدازه

څه چې انسان ښکلوي هغه حيا يې ده په دې اړه يوه مذهبي کيسه هم لرو وايي کله چې سليمان عليه السلام پيامبرۍ ته مبعوث کيده نو الله ج داود ع ته وويل چې خپل زوى نه څوارلس پوښتنې وکړه که سم ځواب يې وويل نو د پيامبرۍ لپاره چې کومې لارښوونې مې تاته کړى زوى ته دې هم کوم ، د څوارلسو پوښتنو په لړ کې يو يې دا وه چې حيا څه ده ؟ بيا سليمان ع په ځواب کې يې ويلي و چې د حيا اصلي ځاى د انسان سترګې دي نو رښتيا هم د انسان حيا په سترګو کې يې نغښتل شوى .حيا ته هر انسان بايد په خپلو سترګو کې ځاى ورکړي تل يې د ميلمه په څېر وساتي ځکه همدغه حيا مو ده چې له ډيرو ناوړو کړونو څخه مو ژغوري .

رسول ص فرمايي: هر هغه څوک چې حيا ونه لري نو هر څه چې غواړي ترسره کوي يې ځکه د بې حيايي په وخت کې د ښه او بد کار ترسره کول هرڅه ورته يو شان ښکاري .

ابو هريره رض نه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي :

( اول حيا بيا ايمان )

همداسې على رض هم فرمايي : شرم او حيا انسانانو کې د پاکۍ سبب کيږي .

انسان او حيا يو له بل سره روحي او وجداني تړاو لري که يو انسان هر څومره رسيدلې وي ښه ژوند ،علم پوهه او زده کړه ولري خو چې حيا ونه لري نو تر ډيره وګړو کې د منلو وړ نه وي ځکه حيا د انسان په عادتونو کې راځي او چې د انسان عادت ښه نه وي حيا ونه لري نو هره لاس ته راوړنه يې هيڅ وي .حيا د انساني روح او وجود د سپيڅلتيا هغه کلي ده چې د ژوند په سختو شيبو کې د انسان د پياوړي کيدو سبب کيږي او له هغه ځواک څخه يې برخمنه وي چې له سترګو څخه  سرچينه اخلي او د خلکو زړونو کې ځاى نيسي.