انسان د انترنیټ ټول معلومات په خپله حافظه کې ساتلی شي

د انسان پر مغزو د ساینس پوهانو وروستۍ څېړنې ښيي چې د انسان د مغزو ظرفیت په انترنیټ کې د ټولو موجودو معلوماتو هومره دی.

د ساینس مجلې د راپور له مخې، د کلیفورنیا پوهنتون ساینس پوهانو د انسان پر مغزو په څېړنه کې څرګنده کړه چې د انسان د حافظې ظرفیت تر هغه څه ۱۰ برابره زیات دی چې تراوسه پوري تصور کېده او که انسان د خپلو مغزو له ټول ظرفیته کار واخلي، په انترنیټ کې ټول مطالب په خپلو مغزو کې خوندي کولی شي.