انسان د تېروتنو یو کالبوت(مجسمه) دی

ژباړه: کمالپوري

انسان د تېروتنو یو کالبوت(مجسمه) دی

یوه ورځ راځي او بله ورځ ځي

کله چې راځي وايي چې دا نړۍ زما ده

او کله چې ځي نو یواځې یاد یې پاتېږي

ملګرو خلک نړۍ ته راځي او یوه ورځ مري

خو د هغه د خولې راوتلې څو ټکي تل ژوندی وي

لکه له موره پرته هېڅ څوک وفاداره نه وي

او د غریب هېڅ څوک دوست نه وي

اوس هم خلک ښه فکر ته نه؛ ښه صورت ته ارزښت ورکوي

عزت یوازې د پیسو وي؛ د انسان نه

او درد له هغه چا زغمو، په کومو چې موږ د همدردۍ باور کړی وي

خو دا هم یو حقیقت دی

کله چې د چا په درد دردمن نه شئ

درد زموږ نه او موږ له درده نشو جلا کېدای

په کتابو کې یې لیکلي

که کوم انسان ډېر خندیږي، پوه شه چې له تله ډېر تنها دی

که کوم انسان ډېر ویدېږي، پوه شه چې هغه په زړه ډېر غمجن دی

که کوم انسان ځان ډېر پیاوړی ښيې او ژړیږي نه، نو پوه شه چې هغه په زړه ډېر کمزوری دی

او که کله په نه خبره ژاړي، نو هغه ډېر معصوم وي.

او هغه شخص کله چې په هره خبره مرورېږي، نوموړي په ژوند کې مینه کمه محسوس کړې ده.

د خلکو د پوهولو کوښښ وکړئ، ژوند د چا انتظار نه کوي

خلکو ته احساس ورکړئ چې دوی د ځان لپاره څومره مهم او اړین دي او تاسې له هغوی سره څومره مینه کوئ.

خو که چېرته ژوند پالئ، لارې یې بدلې کړئ؛ ارادې نه، ځکه چا سره چې هیله شته که لکونه ځل یې وبایلي بیا یې هم نه ده بایللې.

او دا هم حقیقت دی صاحبه! چې د بادام په خوړولو دومره عقلمند کېږئ نه؛ لکه څومره چې ته دوکه شوی اوسې یا چل او فریب درسره شوی وي.

د خوند خبره دا ده چې ستا خوښ اوسېدل ستا غلیمانو ته تر ټولو سخته سزا ده.

ښائیسته خلک تل ښه نه وي، خو ښه خلک تل ښائسته وي.

ملګرو! ښه انسان د خپلې خوږې ژبې څخه پیژندل کېږي، که نه ښې خبرې خو پر دېوالونو هم لیکل شوي وي.

په نړۍ کې هېڅ کار ناشونی نه دی خو زغم او حوصله غواړي.

خو زما په باور که څوک هېرولی نه‌شي هغه باید وبخښئ او که څو بخښلئ نه شئ، هغه باید هېر کړئ.