انوشکا يو پټ راز ښکاره کړ

د هندي سېنما مشهورې اداکارې انوشکا شرما او د دې هېواد د کرېکټ ملي ټیم وتلي لوبغاړي ویراټ کوهلي په اړه وایي.

په ایټالیا کې د بالیووډ سېنما او هندي کرېکټ وتليو ستوریو پټ واده په رسنیو کې غوغا جوړه او د دواړو مینه ‌والو لپاره ډېر جالب خبر هم و، خو تر دې دمه دواړه د خپل واده د راز په اړه څه نه وو ویلي.

خو یو کال وروسته انوشکا شرما له ویراټ کوهلي سره د خپل واده راز غوټه را وسپړله او له هندي رسنیو سره یې د خبرو پر مهال وویل، له کوهلي سره يې ځکه واده وکړ چې هغه ورسره له حده زیاته مینه لرله.

انوشکا له کوهلي سره د خپل واده په اړه وړاندې زیاته کړه، له کوهلي سره یې د واده کولو غټ علت دا دی چې هغه یو ایمانداره کس دی او د هغه همدا ښه عادت سبب شو چې ورسره واده ته چمتو شي.

دې زیاته کړې، دواړه خپل ژوند په ایماندارې تېروي او په خبره یې هيڅکله یو بل تېر نه باسي، تل به يو بل ته حقیقت وايي او له یو بل سره ډېره مرسته کوي.

د بالیووډ سېنما دا مشهوره اداکاره وايي، ویراټ کوهلي یو داسې کس دی چې له ذاتي ژوند سربېره په خپل مسلکي ژوند کې هم ډېره هڅه کوي.

یاده دې وي چې د هندي سېنما وتلې اداکارې انوشکا شرما او د هندي کرېکټ نوموتي لوبغاړي ویراټ کوهلي د ۲۰۱۷ مېلادي کال د ډېسمبر میاشتې په ۱۱ نېټه لومړی په ایټالیا او بیا په هندوستان کې د خپل واده مراسم ونمانځل