انګلستان او ایرلینډ ټېسټ لوبه کوي

د انګلستان او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ نن ټېسټ لوبه پېلیږي.

ایرلینډ لوبډلې انګلستان ته سفر کړی او یوه ټېسټ لوبه ورسره ترسره کوي.

ټاکل شوې دا ټېسټ لوبه نن ماسپښین دوه نیمې بجې د لندن په لوبغالي کې پېل شي.

ایرلینډ لوبډلې د بشپړ غړیتوب له اخېستو وروسته تراوسه دوه ټېسټ لوبې کړي، چې یوه یې له افغانستان او بله یې له پاکستان سره کړې او دواړه یې بایللې دي.