انگلینډ گټلې لوبه وبایلله

د انگلینډ او سویلي افریقا ترمنځ دوهمه شل اوریزه لوبه د سویلي افریقا په بریا پای ته ورسېده.

د لوبې پچه انگلینډ وگټله او ډگر ساتنې پرېکړه يي وکړه.

سویلي افریقا د اېسمټس او ډې وېلییرز ښه توپ وهنې په مرسته ټاکل شوو شل اورونو کې اته لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۷۴ منډې جوړې کړې.

سویلي افریقا لپاره ډې وېلییرز په یوازې ۲۰ توپونو د څلورو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۴۶، اېسمټس په ۳۵ توپونو د څلورو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۴۵ او بېهارډین په ۲۱ توپونو د دوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۳۲ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

انگلینډ لپاره کورن ۳، پلنکېټ ۲ او وېلي، جورډن او ډاوسن یوه یوه وېکېټه واخیسته.

انگلینډ لپاره که څه هم رای او بېیرسټو ښه لوبه پیل کړه خو د وروستیو لوبغاړو کمزورې توپ وهنه د انگلینډ د ماتې لامل شوه.

انگلینډ ځوابي توپ وهنې کې د رای او بېرسټو ښه توپ وهنې په مرسته ټاکل شوو شل اورونو کې شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۷۱ منډې جوړې کړې.

انگلینډ لپاره رای په ۴۵ توپونو د نهو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۶۷ او بېرسټو په ۳۷ توپونو د اتو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۷ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

سویلي افریقا لپاره مورېس ۲ او پیټرسن او فېلوکوایو یوه یوه وېکېټه واخیسته.

د دریو شل اوریزو سیالیو لومړۍ لوبه انگلینډ گټلې وه چې سویلي افریقا دغې لوبې گټلو سره د لوبو لړۍ مساوي کړه.