اورنګزیب: د ډیجیټال سنټر مهر ولاک ماتېدل بې ځایه ادعاوې دي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړي اورنګزیب هغه ادعاوې ردوي چې ګواکې د پولیسو ځانګړو ځواکونو د انتخاباتو کمېسیون د ډیجیټالي نتایجو د جمع بندۍ او ارزونې مرکز مهرولاک مات کړی او ور ننوتي دي.

نوموړي نن سې شنبه په کابل کې خبریالانو ته وویل، قلفونه نه دي مات شوي او ورڅخه یې غوښتنه وکړه چې له دوی سره ولاړ شي او هر څه له نیږدې وڅاري.

نوموړي وویل، چې امنیتي ساتونکي د سړې هوا له کبله د ټاکنیزو زده کړو ودانۍ دهلیز کې ځای پرځای شوي او ددې کار لپاره یوازې د ودانۍ عمومي دروازه د مسئول کس او ملي پولیسو د مسولینو په شتون کې پرانستل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې کورنیو چارو وزارت هم د ډاکټر عبدالله دغه ادعا په کلکه رد کړه او ویې ویل چې پولیسو قلفونه مات کړي نه دي.