پنجشنبه , 25 اپریل 2024

اوس مې شعر نه خوښېږي

لیکوال: حياتي

له ماشومتوب مې له شعر ويلو او اورېدلو سره ډېره مينه وه، د ښوونځي په کتابونو کې شته شعرونه به مې په مينه زمزمه کول او راډيويي ادبي خپرونې به مې د شعرونو اورېدلو په موخه په ښه شوق سره څارلې.

هغه مهال چې د ښوونځي د اووم ټولګي زده کوونکی وم يو نيم بيت به مې ليکه. د وخت په تېرېدو مې شاعري هم وکړه او په نهم ټولګي کې د شعري ټولګې خاوند هم شوم.

همداسې شپې ورځې تېرېدې. يوه ورځ چې دغه مهال د کابل پوهنتون د پښتو ادبياتو څانګې د درېيم ټولګي محصل وم له خپلو ټولګيوالو سره ټولګي ته ننوتم او د استاد د راتلو په تمه وم، په دې ورځ زما د خوښې استاد د ادبتيوري مضمون استاد پر موږ لوست درلود.

ټک شو، چې استاد را ننوت، ټول د استاد په درناوي ودرېدو، استاد وويل کښېنئ او له روغبړ وروسته يې زياته کړه چې نن د کاروان صاحب په نظم (چنار خبرې کوي) غږيږو، غوږ غوږ شوم او د زړه په غوږونو مې خبرې اورېدې، څه خبرې به مې ورنه ليکلې هم، استاد له اوږدو خبرو وروسته د کاروان صاحب نظم ته راغی او چې کله يې لومړۍ دوه کرښې ولوستې نور نو په ځان و نه پوهېدم او بې اختياره مې له خولې په خورا ټيټ غږ واه ووتل، استاد سترګې راواړولې او کړل يې چې هه داسې غږونه مه باسئ ما له ځان سره وويل چې نور به داسې څه نه کوم؛ خو استاد هغه پاڼې چې نظم ورباندې ليکل شوی و د ميز پر سر کښېښودې او څو قدمه ديخوا ته راغی بيا يې وويل چې زه به تاسې ته پر څوکۍ ناسته هم درښيم، زه به تاسې ته دا درښيم چې چوپ کښينئ؟ تاسې ته به نور لوست نه د محصلۍ اخلاق درښيم؟…

دې خبرو را کې غوغا خپره کړه؛ خو داسې غوغا چې غږ يې يوازې ما اورېده، دې خبرو زما په شعري ذوق، مينې او علاقې داسې کرکه خپره کړه چې د ويلو لپاره يې راسره لفظونه نشته، اوس مې شعر نه خوښېږي او نه پوهېږم، چې بيا به شعر وليکلای شم او که نه؟