پنجشنبه , 28 مارچ 2024

اوس نو ته ووایه چې زده کول یې روا دي؛ که ناروا؟

احمد منصور وزير

انګرېزي علم

په عموم کې مسلمانان او په خصوص کې افغانان د ډېر پخوا راهيسې پدې عقيده دي چې بايد د انګريزي علم څخه داسى ځانونه، ورونه، بچيان او خپلوان وساتو لکه هندو چى د کلمى څخه ځان ساتي. چى د دوى د وروسته پاتى کېدا يو ستر عامل همدغه نقطه ده.

الله ج د قرآن مجيد په سوره الامران، ايت نمبر 190-191 کى فرمايي:

“تاسو د ځمکې او اسمانونو په خلقت کى فکر وکړئ” “الله ج دا ټول ندي پېدا کړي مګر د يو مقصد لپاره يى پېدا کړي”

فکر په دې مانا نه دى چې پېتاوي ته ناست يي، غېبت دى شروع کړى؛ چى لمر دى وسوزوي نو وايى فکر کوم لمر تېز شو، زه چې ځو چېرته سيورې ته کينو. يوازې دا هم بسنه نه کوي چې فکر وکړې دا لمر ولې دومره تودوخه ورکوي، بلکه د دې ځواب پېدا کول يې ډېر مهم دى، نو د ځواب پېدا کول تحقيق غواړي چى تر اوسه د تحقيق په نامه زه او ته څه پېژنو هم نه. دلته مى لمر د يو مثال په ډول وکارولو، لمر د الله ج په خلقت کى د يو زرى مثال هم نه لري.

که موږ د الله ج په کايناتو، ځمکه، اسمان، ستوري، سپوږمۍ، انسان، حېوان، ونو، بوټو، کاڼو ـ ـ ـ ـ ـ ـ او داسې نورو ورته مخلوقاتو کى تحقيقات وکړو نو د خداى په خدايۍ به مو نوره هم عقيده کلکه شي، په عبادت کى به هم حساب شي او د انسان په ګټه به مو ډېر علمونه لاس ته راوړي وي. که دغه تحقيق زه او ته وکړو او ځوابونه مو پېدا کړل، د دې او ورته نورو مخلوقاتو د پېدايښت مقاصد مو پېدا کړل نو زه به ولې ستا په اصطلاح انګرېزى تعليم کوم؟

قرآن موږ ته ايټم بم، الوتکې، ټانګونه، توپونه، راکټ، مصنوعى سپوږمکۍ موټر، موبايلونه، طبي سامان الات، اقتصاد ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ نه جوړوي. دا به انسان جوړوي، او انسان يى د علم په واسطه جوړوي، چې د علم حاصلول په کراتو کراتو په قران کى ذکر شوي. دا چى زه او ته اوس خدايي علمونو ته د انګرېزي علم نسبت کوو؛ ګناه د چا ده؟

که مسلمان د سوره حديد په يو ايت عمل کړى واى، نن به مسلمان دومره خوار او ذليل نه وو. نن به موږ د اټوم ، ټانګونو، توپونو، طيارو او ټکنالوژۍ خاوندان وو. لکه څنګه چى نن کفار په مسلمانانو راج کوي، برعکس به مسلمانانو په کفارو راج کولی. هغه کلاشينکوف چى ته پرې خپل مسلمان ورور وژنې، هم ستا ايجاد نه دی. کلاشينکوف روسانو جوړ کړى خو تر اوسه يى دومره روسان ندي وژلي لکه څومره چى يى مسلمانان وژلي.

ځينو د اسلام سره د ډېرې مينې له وجې اسلام دومره سپک او کوچنى کړو چې کفارو به هم نه وي کړی. د دوى اسلام صرف او صرف ږيیرې، برېت، جامو، پېنڅو، په الوګانو کى د خداى نوم پېدا کول، ژبې او داسې نورو شيانو پورې تړلې. خو اسلام يو ډېر جامع او کامل دين دى، خو موږ د دغه وړو وړو شيانو سره په مبارزه کى غټو غټو موضوعاتو ته پام ندى او راڅخه پاتې دي چى همدا د مسلمانانو د زوال او ذلالت لوى عامل دى.

د ډېرو څخه مى په خپلو غوږونو اورېدلي چى راديو او تلوېزيون اورېدل او کتل کبيره ګناه ده نو جوړول به يى څومره ګناه وي؟ خو مېډيا د دښمن په ماتولو کې %50 رول لري. زه خو همدا ستا فتواګانو ستا په اصطلاح د انګرېزي علم څخه لرې وساتلم او دښمن ته دى تش کدو په مېدان لاس تړلى ورکړم. ته څه وايى چى نن زه په ټکنالوژۍ، اټوم، ټانګونو، طيارو ـ ـ ـ ـ ـ او داسې نورو ورته وسايلو سمبال واى، ايا دښمن په ما باندې د راتلو جرات هم کولاى شو؟ آيا د مختلفو الوتکو، ټانګونو، توپونو، اټوم ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ د جوړولو علمونه (چى زه او ته ترېنه محروم يو او انګرېزي علمونه يى بولو) زده کول رواه دي که ناروا؟