اولاد ته تی ورکول میندې له شکر ناروغۍ څخه بچ کوي

په امریکا کې د یوې نوې شوې څیړنې له مخې ویل شوي چې ماشوم ته تر شپږ میاشتو زیاته موده تی ورکول میندې د شکر ناروغۍ څخه ساتي.

پوهانو ددغو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره دېرش کاله څیړنې وکړې.

په څیړنه کې ویل شوي هغه میندې چې خپلو ماشومانو ته له ۶ تر ۱۲ میاشتو پورې خپلې طبیعي شیدې ورکوي، په دوی کې د شکر کچه ۴۷ سلنه راکمیږي، د هغو میندو په پرتله کومې چې خپلو ماشومانو ته چمتو شوي خواړه ورکوي، او په هغو ښځو کې چې تر شپږو میاشتو ماشومانو ته شیدې ورکړي ۲۵ سلنه د شکر ناروغۍ کمیږي.

ددغې څیړنې -چې په جاما طبي مجله کې خپره شوې- پوهان وایي چې طبیعي شیدې یوازې د ماشوم لپاره روغتیایي ګټې نه لري بلکې د میندو لپاره هم یو شمېر ځانګړې روغتیایي ګټې لري.

د امریکا مشهورې څیړونکې ډاکټره ایریکا ګونډرسن ویلي: موږ د څیړنې پر مهال چې په ۱۲۳۸ هغو میرمنو ترسره شوه چې له ۱۸ څخه تر ۳۰ کالو عمر لرونکې وې، د طبیعي تي ورکولو د مودې او د شکر ناروغۍ د خطر کمېدو ترمنځ قوي اړیکه وموندله.

له دې وړاندې یوې بلې څیړنې ثابته کړې وه چې هغه میندې کومې چې په طبیعي ډول ماشومانو ته تی ورکوي د تیو او رحم د سرطان مخه یې نیول کیږي.

الجزیره مباشر