اووه تخنیکونو سره پر ځان باور ډیر کړﺉ!

دغه اووه لارې یا تخنیکونو کولی شي چې ستاسې په ژوند کې د ډیرو مثبتو تغیراتو باعث شي چې مخصوص پر ځان ډاډ او باور په برخه کې.

دا اووه تخنکیونه هغه تخنیکونه دي چې مونږ یې په ډیر اسانۍ سره کولی شو یا هم په ډير اسانۍ سره خپل ځان کې یې تطبیق کړو.

۱: مناسب کالي

کله چې تاسې ښه کالي او مناسب کالي واغوندئ نو په خلکو کې ښه اغیزه کولی شئ خلکو ته ډير د ښه شخصیت او ستر شخصیت سړی ښکارئ نو کله چې تاسې پاک او ښه وګرځئ نو ستاسې په ځان باور هم ډيریږي.

که دا خبره په مثال کې راوړو نو که چیرته ستاسې یو ملګری ډیر حیرن او مردار وي نو آیا تاسې هغوی سره کلکه غاړه ورکوئ یا هم ورسره دریږئ نو ستاسې ځواب کاملا نه ده ، که ددې برعکس بیا ستاسې یو ملګری ډیر ښه او پاک وي نو ورسره ښه کلکه غاړه هم ورکوئ او غواړئ چې ورسره ډیرې خبرې وکړئ.

۲: خپل دریدو ته متوجه اوسئ

کله چې تاسې یو چا سره ولاړ استئ نو خپل دریدو ته متوجه اوسئ ځکه کله چې په ډیر سستۍ او ستړیا باندې ودریږئ نو دا ستاسې بې علاقګي ښایي او دا ښایی چې تاسې خپل ځان سره مینه نه لرئ او په دې معنا چې تاسې پر ځان باور هم نه لرئ.

کله چې یو چا سره خبرې کوئ نو خپل سره جیګ ونیسئ شفاف او ښې خبرې وکړئ د سترګو اړیکه وساتئ.

ددې کارونو په کولو سره نه یواځې تاسې پرځان باور ترلاسه کوئ بلکې د ډیر پیاوړتیا هم احساس کوئ.

۳: په لومړي لیکه کې تل کینئ

ډيری خلک په مکتب او نورو ځایونو کې کوښښ کوي چې په وروستي کتارونو کې کیني دا کار دا ښایي چې دوی پر ځان باور نه لري خو برعکس که بیا تاسې په لومړي صف یا کتار کې کینئ نو ستاسې پخپل ځان باور نور هم ډيریږي نو تاسې باید همیش په لومړي کتارونو کې کینئ .

۴: په لوړ اواز خبرې وکړئ

په لوړ اواز خبرې څخه مطلب دا دې چې ډیر په ښه لهجه او آسانۍ سره خبرې وکړئ، که چیرته په یو ګروپ کې استۍ یعنې د ملګرو یو ګروپ کې تاسې کوښښ وکړئ چې په لوړ اواز خبرې وکړئ دا کار نه یواځې ستاسې پرځان باور لوړوي بلکې ستاسې محبوبیت او مینه هم په ملګرو کې ډیروي.

۵: د خپل ځان ویاند اوسئ

هره ورځ له ۳۰ ـ ۶۰ ثانیې پورې خپل ځان سره خپل اهدف یا هدفونه په کاغذونو کې ولیکئ او آینئ ته یې په لوړ اواز تکرار کړئ، شاید دا کار تاسې ته خندونکي وي خو باور وکړئ چې په دې کار سره ستاسې پرځان باور کې معجزه به راشي او پر ځان باور به مولا ډير لوړ کړي.

۶: شکرګزار اوسئ

ددې پرځآی چې تاسې خپل خالي ګاوې یا هغه څه چې نه لرئ تکرار کړئ بلکې باید تاسې هغه څه چې تاسې لرئ یو لیست جوړ کړئ او په ورځ کې ورته یو محدود وخت وقف کړئ او له الله ج نه شکر ګزاري وکړئ.

۷: د نورو ستاینه وکړئ

کله چې مونږ پخپل ځان کې د مثبت احساس تشه وګورو نو بیا نور خلک توهین او تحقیر کوو نو ددې تشې د ډکولو لپاره همیش باید تاسې د ملګرو او یا دنورو ستاینه وکړئ دا کار ستاسې محبوبیت او مینه زیاتوي او تاسې هڅوي چې مثبت فکر وکړئ او په ځان کې مثبت کړنې احساس کړئ.

ژباړه: شبيراحمد همدرد