اووه ډوله ښځي د نکاح وړ نه دي!

امام غزالي رحمه الله په خپل کتاب احیاء علوم الدین کي رانقلوي چي د دغو صفاتو لرونکو ښځو سره واده مه کوئ؛ که څه هم هغوی په حسن، جمال او شتمني کي بې ساري وي؛ ځکه له دغسي ښځو سره نکاح کول د ټول عمر د افسوس او ارمان سبب ګرځي.

هغه ۷ ډوله ښځي دا دي:

۱- انانه ۲- منانه ۳- کنانه ۴- حنانه ۵- حداقه ۶- براقه ۷- شداقه

۱ – انانه: هغه ښځه ده، چي تل يې سر تړلی وي؛ یعني هر وخت شکایت کوي او دا یې عادت ګرځېدلی وي.

۲- منانه: هغه ښځه ده، چي هر وخت پر خپل خاوند احسان اچوي؛ چي ما خو ستا سره دغه احسان کړی دی او ستا له خوا ما ته هیڅ هم نه دي راکول شوي.

۳- کنانه: هغه ښځه ده، چي همېشه د تېر وخت شیان یادوي؛ چي په فلاني وخت کي زما سره دغه شیان او هغه شیان وو، خو اوس نشته.

۴- حنانه: هغه ښځه ده، چي هر وخت خپل پخوانی خاوند یادوي او وايي: هغه عجيبه ښه سړی و، خو ته هغسي نه يې!

۵-حداقه: هغه ښځه ده، چي همېشه خاوند ته فرمایشونه ورکوي؛ هر شی چي وویني، د هغه غوښتنه کوي.

۶- براقه: هغه ښځه ده، چي همېشه په خپل ځان جوړولو مصروفه وي؛ فېشن یې عادت ګرځېدلی وي او نور ضروري کارونه ځيني پاته وي.

۷- شداقه: هغه ښځه ده، چي تېزه ژبه لري؛ هر وخت خبري جوړوي او خبري بیانول يې کار وي.

لیکوال: حنیف الرحمن