پنجشنبه , 28 مارچ 2024

اوکراین کې اورلګېدنې شپږ کسان وژلي

د اوکرایني چارواکو په خبره ددغه هېواد په اودیسه ایالت کې په یو روغتون کې اورلګېدنه رامنځته شوې چې له امله یې شپږ کسان وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې په دې پېښه کې د پنځه تنه نورو ناروغانو وضعیت چې په روغتون کې بستر وو خراب شوی دی.

د اوکرایني چارواکو په خبره په وژل شویو کې یوه نرسه او پنځه ناروغان شامل دي.