د ايټاليې په شمال لويديځ جينوا ښار کې پوليس وايي، چې دغه ښار کې د موټروې سړک پل پرېوتو له امله پنځه دېرش کسان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
په ټولنيزو رسنيو کې خپرې شوې ويډيو کې ښکاري، چې د سختو توپانونو او ورښتونو پر مهال دغه پل نړېدلی دی.
پوليس وايي، چې مرستندويه ډلې د پېښې ځای ته رسېدلي، ټوله شپه د نړيدلي پل لاندې بند پاتې خلک راباسي.
مرستندويه ډلې وايي، چې د پل د نورې برخې د نړېدو وېره هم شته، چې له امله يې د سيمې نږدې ودانۍ خلکو خالي کړي دي.
د ايټاليې د کورنيو چارو وزير ميټيو سيلويني ويلي، که هر څوک د پېښې مسوول وبلل شو، سخت سزا به ورکړل شي.
د سيمې خلکو د ايټاليا «انسا» نيوز ته ويلي، چې پر ځايي وخت يوولس نيمې دوی د توپان او ورښت پر مهال پر پله تندر پرېوت.
د پل انجينرانو ويلي، چې تر اوسه د پل د نړېدو لامل په اړه څه نه شي ویلی.
يوه بل عيني شاهد رسنيو ته ويلي، چې دی له نړېدلي پل څخه پنځه کيلومټره لرې اوسېږي، خو بيا يې هم د پل د نړېدو دروند غږ اورېدلی او د سيمې خلک يې وېرولي دي.
نړۍ نیوز