پنجشنبه , 28 مارچ 2024

اچین ولسوالۍ کې د ځآی پر ځای شوي ماین چاودنه کې دوه تنه شهیدان او ۶ نور ټپیان شول

ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ د پېښې اړوند لته بند سیمه کې نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې او پنځلس دقیقې په یاده سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو قوماندان بلال د پلار پر هایلکس ډوله موټر ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې .

په دې پېښه کې یو ملکي وګړی او یو سیمه ییز پولیس  شهید شوی او د سیمه ییزو پولیسو د قوماندان پلار جلال پاچا په ګډون ۳ امنیتي منسوبین او درې ملکي وګړي ټپیان شوي،چې د یو تن ټپي وضعیت هم نازک ښودل شوی دی.

د پېښې ټول ټپیان د غني خیلو مرکزي او څېرمه نورو روغتیايي مرکزونو ته لیږل شوي دي .

خبریال : لوراند