ایا خندا هم رواني ناروغي ده ؟

روح او روان څنګه ناروغه کیږي ؟ او درواني ناروغانو نښې نښانې کومې دي ؟

ژباړه : نصرت الله نصرت صاحبزاده .

رواني روغتیا دانسان د صحت مهمه برخه ده . له رواني پلوه روغ انسان په اندېښنو ، پېښو او دژوند پر سړو او تودو برلاسی وی او تر نورو ډېر او په ښه ډول کارونه ترسره کوي . ددې ترڅنګ د ټولنې لپاره یو ګټور انسان وي

د رواني روغتیا همدا ګټه هم بس ده ، چې په ټولنیز او روغتیايې لحاظ دانسان د ودې او پرمختګ سبب ګرځي ! نو باید ووایوو، چې رواني روغتیا خپله ژوند دی او سالم انسان د اوږد مهاله ودې محور دی .

صحت  د سلامتۍ په مانا دی ، خو سلامتي یوازې د ناروغتیا نشتون ته نشو ویلای .

سالم او روغ انسان سربېره پر دې ، چې خوشحال ، خوښ او تازه ژوند کوي ، باید د ورځنیو ستونزو سره ښه برخورد او مبارزه وکړي ، له نورو انسانانو سره داسې چلند چې هغوی هم ژوند ته علاقه مند کړي ، چاته ازار او تکلیف ورنکړي ، ټولو انساني ارزښتونو ته ژمن وي او  چې په ژوند کې هدفمند پروګرامونه ولري ، نو ویلای شو ،چې دا انسان له رواني روغتیا بشبړ برخه مند دی .

انسانان د بېلابېلودلایلوله امله کیدای شي پر جسمی ناروغیو اخته شي ؛ لکه سوء تغذي ، میکروبونه ، د چاپېریال بدلون ، جسمي زیان لیدل ،کم خوني او …. همدا رنګه روح  او روان هم ممکنه ده چې پر ناروغیو اخته شي ، لکه : ژنټيک (ارثي) فردي ، کورني ، ټولنیز ، اقتصادي ، انتان ، ضربه ، کم خوني ، خونریزي ، تومور ، دزیات وخت لپاره دالکولو څښل ، نامتوازن غايي رژیم ، عصبي ناروغۍ ، اعتیاد او نور …. کولی شي چې رواني ناروغیو ته  زمینه برابره کړي .

پر دې ستونزو داخته کسانو د رواني حالت علایم دادی : د  لږ وخت لپاره غم او وېرې احساس او  غوصه کول .  دا ډول حالت به تاسې ضرور د ډېرو وګړو په ورځني ژوند کې ګورئ ، حال داچې ډېر نور بیا له دې حالت څخه خوندي او روغ دي او ډېرو سختو شرایطو کې هم نه غمجنیږی او نه هم غوصه کیږي .

دا ډول حالت او تغیرات غیرې طبیعي ندي . ددې ډول حالاتو دوام  پرانسان ، کورنۍ او ټولنې هم ډېره بده اغېزه غورځولی شي .

د راني ناروغانو یوشمېرمهمې ځانګړې او نښې :

په تفکر   ، عاطفه ،  حافظه ، قضاوت ، کړو وړو او خبرو کې غیرې طبیعي بدلونونه . دابدلونونه او نا ارامي  دانسان په روځنیو چارو ، اړیکو او کاروبار منفي اغیزې ښندي .

په رواني ستونزو اخته ناروغان په دوه ډوله دي : یو يې خپله رواني ستونزه او ناروغتیا په خپله تشخیص او بیانولی شي او بل یې دنورو لخوا پېژندل کیږي.

په رواني ناروغیو داخته کس نورې نښې نښانې دادي :

۱ـ دخوب ګډوډي او بې نظمي : کیدای شي ناوخته ویده او وخته راپاڅېږي . سپک او سطحي خوب لري ، کیدای شي په خوب کې مزل وکړي ، ډېر خوب او یا هیڅ خوب نه کول .

۲ـ اشتها او خواړه : کله له اندازې بېخي زیاته او کله بیخي کم خوراک کول . کم وزني او کله د وزن ناڅاپي زیاتوالی . کله کله له خوړو څخه خوند نه اخستل .

۳ـ میل جنسي : جنسي میلان يې عادي حالت څخه زیات او یاهم کمېږي .

۴ـ له نورو سره نامناسب برخورد ، سرتمبګي ، بهاني کول ، عصبانیت ، د څېزونو ماتول، ګوښه توب او انزوا خوښول ، سست او لټ کیدل .

۵ـ له اندازې زیاتې او چټکې خبرې کول ، به خبرو کې اضافه او بې ګټې کیسې کول ، کله هیڅ خبرې نکول ، کله غیرې منطقې فکر او نظر بیانول ، کله کله پر خپلو غلطو نظریاتو ټینګارکول ، پر نورو شک کول ، له خلکوبې ځایه وېره ، نور خلک دځان دښمنان ګڼل ، بې مانا او بې ربطه خبرې کول ، د ځان دملامتیا ګرم ګڼلو فکر کولو او کله کله په ناچاپي ډول په بدو او ردو پيل کول .

۶ـ کله غمجن او خفه او کله په غیری نارمل او غیرې عادي شکل خوښ او خوشاله وي .

۷ـ کله کله داسې څه اوریدل چې هیڅ خارجي وجود نلري ، داسې څېزونه ویني چې وجود نه لري .

۸ـ زیاتره وخت يې حافظه ګډه وډه وي ، دتمرکز کمزورتیا .

۹ـ سم قضاوت او تصمیم نیونه کې ستونزې او پرېکړو کې پرله پسې تېروتنې او اشتبهات کول .

که تاسې چېرې دکوم رواني ناروغ سره مخامخ کیږئ ، نو کیدای شي چې هغوی ستاسې پر وړاندې دالاندې عکس العملونه څرګندکړي :

۱ـ د وېرې او شک احساس ، ممکن خطرناک واوسي .

۲ـ دغوصې حالت ، ممکن تاسې ته دمزاحمت او ازار سبب هم شي .

۳ـ د دمینې او ترحم ښودل .

۴ـ خندا کول ، ممکن دامهال ناروغ ماشومانه حرکات ترسره کړي .

۵ـ دبې باورۍ احساس .