پنجشنبه , 18 اپریل 2024

ایراني چارواکو څرګندونو ته د ولسمشر ټرمپ غبرګون

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایراني چارواکو د هغو څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی، چې ویلي یې دي د امریکا جنګي بېړیو د هرمز په تنګي کې د دوی بې پيلوټه الوتکه نه ده ویشتې.

ولسمشر ټرمپ سپینه مانۍ کې د وینا پر مهال ویلي، په دې کې هېڅ شک نشته چې، هرمز تنګي کې د امریکا له لوري ویشتل شوې بې پیلوټه الوتکه د ایران وه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، په دې کې هېڅ شک نشته چې هرمز تنګي کې د امریکا له لوري ویشتل شوې الوتکه د ایران وي.

د ټرمپ په وینا د امریکا سمندري ځواکونو د ایران بې پیلوټه الوتکه هغه مهال وویشته چې، هرمز تنګي کې یې د امریکا سمندري ځواکونو بېړۍ ته ګواښ پیښ کړی وو.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي بیا په خپل ټویټر لیکلي، چې هرمز تنګي یا کوم بل ځای کې یې بی پیلوټه الوتکه نده  لوېدلې

د ایران د وسله والو ځواکونو یوه ویاند هم ویلي، چې د هغوی ټولې بې پیلوټه الوتکې خپلو اډو ته رسیدلي او هېڅ کوم یو یې نده ویشتل شوې

دیادونې وړه ده، د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ تېرکال له ایران سره د نړیوالو قدرتونو له اټومي تړونه ووت او پر ایران یې اقتصادي بندیزونه ولګول چې دې چارې د ایران او امریکا اړیکې ترینګلې کړې او ایران یو ځل بیا په زیاته کچه د یورانیمو د غني کولو ګواښ وکړ.