د ایران د اټمي انرژۍ سازمان وايي، د افغانستان د اټمي انرژۍ له کمېسیون سره یې د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک کړی.
د ایران د اټمي انرژۍ سازمان یو بیان کې ویلي، چې د افغانستان د اټمي انرژۍ د کمېسیون یو پلاوی د ایران اټمي وړتیاو سره د اشنايۍ او د سوله ییزې انرژۍ څخه د کار اخېستلو په برخه کې د دوه اړخېزو همکاریو د پراخولو په هدف دې هېواد ته ورغلی دی.
ایراني رسنیو د دې هېواد د اټمي ادارې په حواله ویلي، د انساني ځواک د وړتیاوو په روزلو کې د صحت او کرنې په برخو کې د اټمي انرژۍ د کارولو په شمول بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.