دایران حکومت د خپلو لوړرتبه چارواکوغوښتی چی سر له ننه د خپلو اټمي تأسیساتو ناڅاپي تفتیش ته اجازه ورنکړي. خو هغه هېوادونو چې د له ایران سره په ۲۰۱۵میلادي کال اټمي تړون کی شریک وو، د تهران دا پریکړه غندلې ده او دا یې د تهران له کړېو ژمنو سرغړونه بللې ده.
د اټومی تړون غړیو هیوادونو بریتانیا، فرانسې او جرمني د ایران پر دې پریکړې خواشینۍ ښودلی او دا یی د نړیوالو اصولو خلاف عمل بللی.
دا درې اروپایي هېوادونه وایي چې دا د نړۍ له پیاوړیو هېوادونو سره د دوه زره پنځلسم کال د اټمي تړون د ژمنو یوه برخه ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف تر دې مخکې تهران کې خبریالانو ته وویلی هغه اضافي پروتوکول چې د ایران د اټمي تاسیساتو د ناڅاپي تفتیش اجازه یې ورکړې وه، هغه بند شو.