پنجشنبه , 28 مارچ 2024

ایران ١٧ تنه سي آی اې ته د جاسوسۍ په تور نیولي

ایراني چارواکي وایي، دا کسان چې تورن پېژندل شوي وو د ۲۰۱۹ میلادي کال په مارچ میاشت کې نیول شوي وو او له څېړنو وروسته ور باندې تورونه ثابت شوي دي.

د دې وزارت یو چارواکي ویلي، ځینې کسان په مرګ او ځینې هغه یې په اوږده حبس محکوم شوي دي.

دا موضوع په داسې حال کې مطرح کېږي چې په دې وروستیو کې د امریکا او ایران ترمنځ اړیکې د ترینګلتیا وروستۍ کچې ته رسېدلې دي.