چهارشنبه , 24 اپریل 2024

ایران یو وار بیا ژمنه وکړه چې د افغان سولې په برخه کې همکاري کوي

د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس او د سولې په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داودزي د شنبې په ورځ تهران کې له ایراني چارواکو سره د افغان سولې په تړاو بحث او خبرې کړي دي .

ایراني چارواکو محمد عمر داوودزي ته د سولې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.

په هېواد کې سیاسي کارپوهان د سولې په چارو کې د ایران حکومت رول خورا مهم بولي او وایې، ایران له طالبانو سره ښې اړیکې لري.

د سولې د دارالانشاء رئیس محمد عمر داودزي په دغه سفر کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره د افغان سولې په اړه خبرې کړي او ټاکل شوې چې د یکشنبې په ورځ د ایران د ملي امنیت شورا له چارواکو سره هم وویني.

د سولې عالي شورا وايي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف له افغان پلاوي سره په لېدنه کې د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې له پروسې ملاتړ څرګند کړی او په دې برخه کې یې د همکاریو ډاډ ورکړی دی.

سیاسي کارپوه سید خالد سادات د سولې په برخه کې د ایران رول خورا مهم ګڼې او وایې ایران کولای شي چې په دې برخه کې مثبت رول ادا کړي.

له سادات څخه مو دخبرو په جریان کې وپوښتل چې ایران او امریکا اړیکو ته په کتو څومره باوري یې چې ایران به د سولې په برخه کې ریښتینې ګامونه پورته کړي.

په هدې حال کې د ولسي جرګې یو شمیر غړي هم په دې باور دي چې، ایران په دې وروستیو کې له وسله ‌والو طالبانو سره ټینګې اړیکې جوړې کړې او کولی شي، چې د افغان سولې په پروسه کې اغیزمنه همکاري وکړي.

د یادونې وړ ده چې په هېواد کې یوشمېر نور سیاسي چارو کارپوهان په دې باور دي چې د افغان سولې لپاره په اوس وخت کې له امریکا سره همغږي او د نظر یووالی تر ټولو مهمه مسله ده او افغان حکومت باید په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.